LOADING

Type to search

وزيراعظم سره د مولانا فضل الرحمان او وفاقي وزير مولانا اسعد محمود ملاقات

Share this to the Social Media

 وزيراعظم شهباز شريف سره د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان او د مواصلاتو وفاقي وزير مولانا اسعد محمود ملاقات كړې۔په ملاقات كښې د هېواد په موجوده سياسي صورتحال تفصيلي مشاورت وشو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې مولانا فضل الرحمان او وفاقي وزير اسعد محمود په تېرو ورځو كښې په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ په پېښه د وزيراعظم شهباز شريف او د پاكستان حكومت لخوا د سخت ردعمل او په اقداماتو وزيراعظم ته پیرزوينې وړاندې كړې۔ مولانا فضل الرحمان ووئيل چې د سويډن پیښه ډېره د افسوس وړ ده او د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پاكستان حكومت د دې پېښې په اړه بيانيه د ستائنې وړ ده۔ په دې موقع وزيراعظم د اتحادي ګوندونو كردار ستائېلو سره ووئيل چې هېواد د معاشي ستونزو څخه ويستل او د آئي اېم اېف سره لوظ نامه كول د اتحاديانو په مرسته ممكن شوي

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *