پېښور ۔ 22 مئی (اے پی پی) د مردان پوليس د كرنل شېر خان شهيد د مجسمې بې حرمتۍ كولو په تور كښې دوه نور كسان نيولې دي۔ په دې اړه د مردان پوليس وياند وئيلي دي چې د مئي په 9 مه نېټه تورنو شېر عالم او عدنان د كرنل شېر خان مجسمه ماته كړې او ورته يۍ اور لګولې وو۔ د مجسمې د بې حرمتۍ كولو په تور كښې د نيولو شويو كسانو شمېره 3 ته ورسېده۔ پوليس دې څخه وړاندې هم يو تورن نيولے وو۔